Home » سیمه او نړی » په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د هند حکومت اعلان وکړ چې د هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې یې د مې تر ۱۵مې پورې الوتنې ځنډول شوي دي.

بلخوا، پاکستان هم اعلان وکړ چې خپل هوايي حریم یې د څو ساعتونو لپاره ( په سیمه ییز وخت د ۳:۱۵ څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې) د ټولو الوتنو لپاره تړلی دی.

د هند په بېلابېلو سیمو کې نن سهار د پاکستان له خوا د پراخو هوايي او د توغندیو بریدونو له امله د سختو چاودنو غږونه واورېدل شول او یو لوی سایبري برید د هند د برېښنا شبکه هم ګډوډه کړه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په ترکیه کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

د ترکیې رسنۍ خبر ورکوي ...