Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د نښتې پرمهال پنځه وسله وال وژل شوي

پاکستان کې د نښتې پرمهال پنځه وسله وال وژل شوي

پاکستاني پوځ د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا کې د پنځه وسله‌الو د وژنې خبر ورکړی دی.

پوځ ویلي چې پرون (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې یې د وسله والو پر یو پټنځای برید کړی چې پرمهال یې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځ دا نه ده روښانه کړې چې یاد وسله وال څوک وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې ترینګلی کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...