پاکستاني پوځ د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا کې د پنځه وسلهالو د وژنې خبر ورکړی دی.
پوځ ویلي چې پرون (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې یې د وسله والو پر یو پټنځای برید کړی چې پرمهال یې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني پوځ دا نه ده روښانه کړې چې یاد وسله وال څوک وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې ترینګلی کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس