Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه رسمي اعلامیه کی خپلو وګړو ته د خوندیتوب سپارښتنه کړی

پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه رسمي اعلامیه کی خپلو وګړو ته د خوندیتوب سپارښتنه کړی

د ۲۰۲۵ کال د مې په ۷مه، د امریکا سفارت په پاکستان کې خپلو اتباعو ته د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله نوې اعلامیه خپره کړې، په دې اعلامیه کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې چې د هند-پاکستان د پولې او د کنټرول کرښې (Line of Control) شاوخوا سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه چې هلته د ترهګرۍ او احتمالي وسلوالو شخړو خطر شته.

همداراز، سفارت خپلو اتباعو ته مشوره ورکړې چې د خپلو شخصي امنیتي پلانونو بیاکتنه وکړي، له ګڼې ګوڼې او مظاهرو څخه ډډه وکړي، د شاوخوا حالاتو څخه خبر وي، او د پېژندنې اسناد له ځانه سره ولري.

دا خبرداری د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په رڼا کې خپور شوی، چې پکې د هند لخوا د “سِندور عملیات” ترسره شول. په دې عملیاتو کې، هند د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر اډو بریدونه وکړل، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی.

د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ځایي رسنیو له لارې د حالاتو څخه ځان خبر وساتي او د اړتیا په صورت کې له سفارت سره اړیکه ونیسي.

شریکول:

About Siar Khalid

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی

د ډان ورځپاڼې د خبر ...