Home » افغانستان » پاکستان په جبري توګه ۳۶نور افغان کډوال هم ایستلي

پاکستان په جبري توګه ۳۶نور افغان کډوال هم ایستلي

تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر رسنیو ته ویلي، پاکستان پرون (شنبې د سلواغې په ۲۷مه) ۳۶ افغان کډوال چې یو شمېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، په جبري توګه افغانستان ته را لېږدولي دي.

ښاغلی ګوهر زیاتوي، چې دا کسان د لغمان، کونړ، ننګرهار، کاپیسا، کابل، فاریاب، کندوز، بلخ، هرات، سمنګان او د پروان ولایتونو اوسېدونکي دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان په زرګونه افغانان په خپله خوښه او یا په جبري توګه ایستلي او افغانستان ته یې راستانه کړي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...