Home » سیمه او نړی » ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي مات شي، امریکا به د کډوالو له سترې څپې سره مخ شي
ټرمپ

ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي مات شي، امریکا به د کډوالو له سترې څپې سره مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د کانګرېس په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي بریالي نه شي، امریکا به د غیرقانوني کډوالو له داسې څپې سره مخ شي چې د اسپانیا وروستۍ کډوالۍ کړکېچ به ورته ډېر کوچنی ښکاره شي.
نوموړي دا څرګندونې په کمپ ډیویډ کې له چارواکو سره د غونډې پر مهال کړې دي.
ټرمپ ویلي، سره له دې چې د امریکا پر پوله زرګونه کیلومټره دېوال جوړ شوی، خو لا هم هېواد ته اوښتل اسانه دي. هغه ټینګار کړی، که ډیموکراټان ټاکنې وګټي، د امریکا پولې به د غیرقانوني کډوالو پر مخ لا ډېرې پرانیستې شي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسپانیا د سیوتا سیمې ته د مراکشي کډوالو د بې‌ساري ورتګ له امله په اروپا کې د پولې امنیت او کډوالۍ پالیسۍ یو ځل بیا د بحث مهمه موضوع ګرځېدلې ده. د راپورونو له مخې، د دې ناڅاپي څپې تر شا اقتصادي ستونزې، د قاچاقبرو ناسمه تبلیغات او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات مهم عوامل بلل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ...