د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ په ازادې داوطلبۍ کې د ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې پلورل شوې دي.
د نورستان د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو ډبرو کې بیروج او کنزایټ شامل دي، چې د وانت او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه ترلاسه شوې وې.ويل کيږي چې په دې داوطلبۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کورنیو سوداګرو ګډون کړی و.
د نورستان د رسنیز دفتر په وینا، د دغو ډبرو له پلور څخه به ۲ میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ د دولتي عوایدو په توګه خزانې ته ولېږدول شي. سرچینه همداراز زیاتوي، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز پارون او ختیځو سیمو کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پلور په موخه ورته ازادې داوطلبۍ ترسره شوې وې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس