د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په نورستان کې د غر ښویېدو له امله ۲۵۰ کورونه لا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
اوچا نن چهارشنبه، د کب ۲مه په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي، ۱۸ کورونه ویجاړ شوي او ۳۰ نور کورونه لږ زیانمن شوي دي.
اوچا ویلي چې د ارزونې او مرستې هڅې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا پېښه د یکشنبې ورځ د سلواغې په ۲۹مه د نورستان ولايت په “نورګرام” ولسوالۍ کې له سختې واورې ورېدو وروسته شوې ده.
هغه مهال له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکو ویلي وو، چې په نورګرام ولسوالۍ کې د غر ښویېدلو له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي، ۲۲ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.