د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پښتونخوا او بلوچستان کې د بېلابېلو ظلمونو او وژنو تر شا د پنجابي جنرالانو او سیاستوالو لاس دی.
منظور پښتین، مریم نواز ته په خطاب کې ویلي: « تر نن ورځې زموږ د ډلهییزو وژنو، ناامنۍ، د سرچینو لوټ، د خلکو نادرکه کولو، زموږ د سیاسي مشرانو بندي کولو او د ماشومانو او ښځو د وژنې تر شا د پنجاب جنرالان او سیاستوال دي.»
ښاغلي پښتین زیاته کړې، د پنجاب پوځ د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، کشمیریانو، سرایکیانو او د ګلګت بلتستان د خلکو وطنونه ویجاړ کړي او د دوی بېلابېلې طبیعي سرچینې لوټي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس