Home » افغانستان » ملګري ملتونه: مليونونه بې‌وزله او بې ځايه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه: مليونونه بې‌وزله او بې ځايه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

د ملګرو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يو وار بيا په افغانستان کې د بې‌ځايه شوو او نورو بې‌وزله افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې چې وضعيت ته په پام له يادو افغانانو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.

د نوموړي سازمان د کډوالو برخې عالي کمېشنرۍ مرستياله کيلي کليمنټس پرون د وضعيت ارزونې په موخه افغانستان ته راغلې او له خبريالانو سره په خبرو کې يې ويلي، د سفر يوه موخه يې دا هم ده چې څنګه کولی شي د افغانانو ښه ملاتړ وکړي.

نوموړې په عين وخت کې د افغان ميرمنو او نجونو د حقونو پر خونديتوب هم ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې ميرمنې او نجونو بايد په ټولنه کې فعاله او برابره ونډه ولري.

په افغانستان کې په کور دننه د بې ځايه شوو کسانو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور شمېري ښيي، چې دغلته د ناامنۍ، وچکالۍ او طبيعي پېښو له امله شاوخوا ۵ ميليونه کسان بې ځايه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...