نن چهارشنبه د (د وږي ۹مه) او د اګسټ ۳۱مه ده، چې وسره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ټيک يو کال پوره شو.
سرپرست حکومت پرون؛ د نن ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړې او بېګاه شپه په کابل کې د دې ورځې نمانځنه د امنيتي ځواکونو له لوري په بېسارې توګه له ډزو سره مله وه.
د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ په ۱۵مه طالبانو له پنجشېر پرته د ټولو ولايتونو په نيولو سره کابل ته ننوتل او له دې سره يې په افغانستان کې شل کلن جمهوري نظام وپرځوه.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په دوحې کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون يو عمده ټکی و. دا تړون د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د فيبروي په ۲۹مه لاسليک شو او کابل ته د طالبانو له دننه کېدو دوې اوونۍ وروسته امريکايي او نور بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان ووتل.
له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه په نړيواله کچه دوه متفاوت باورونه موجود دي. د امريکا د دې پرېکړې پلويان وايي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره په دې هېواد کې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
د دوی په باور، امريکا په افغانستان کې د شل کلن حضور پرمهال خپلې موخې ترلاسه کړي او له دې زيات په افغانستان کې د پاتې کېدو اړتيا نه وه.
خو منتقدان چې د امريکا پخواني لوړپوړي نظامي چارواکي هم په کې شامل دي، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر جوبايډن پرېکړه غير مسوولانه عمل بولي.
دوی وايي، چې د بهرنيو ځواکونو دغه وتل د پلان خلاف ترسره شوي او هغه موخې لا هم نه دي ترلاسه شوي، چې امريکا يې په تېرو شلو کلونو کې په لټه وه.
دوی په افغانستان کې موجوده اقتصادي او بشري وضعيت له افغانستان څخه د امريکا د غير مسوولانه وتلو پايله بولي او زياتوي، چې دې غير مسوولانه وتلو په افغانستان کې د هر اړخيز وضعيت په خرابولو سره انساني ناورين رامنځته کړی دی.