Home » اقتصادی » لغمان کې سږکال د امو حاصلات شاوخوا (۱۰۰۰) زر کیلو ګرامو ته رسیږي
رویداد خبري آژانس

لغمان کې سږکال د امو حاصلات شاوخوا (۱۰۰۰) زر کیلو ګرامو ته رسیږي

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار د امو بڼونه یې جوړ کړي او د یادې مېوې ونې یې تر روزنې لاندې نیولي دي، چې پایلي یې مثبتې دي.

د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وایي،چې لغمان د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج لپاره  د امو بڼونه جوړ کړي دي.

رویداد خبري آژانس

د ښاغلي خوشحال په خبره د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت په علیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالۍ کې په نږدې لس جریبه ځمکه کې د امو ۳۰۰ ونې اېښودل شوي، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې یې حاصلات ۶۰۰ کیلو ګرامه وه او سږ کال یې حاصلات زر کیلو ګرامو ته رسیږي.

رویداد خبري آژانس

ښاغلی خوشحال وویل، چې د لغمان د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي ژمن دي، چې د یادې مېوې د ترویج او پراختیا په پار له لغماني بڼوالو سره هر اړخیز، فني او مسلکي همکاري وکړي تر څو دوی وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا او وسعت ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...