Home » افغانستان » غني: د هېواد پرېښودو په اړه مې هېڅ فکر نه و کړی

غني: د هېواد پرېښودو په اړه مې هېڅ فکر نه و کړی

مخکيني ولسمشر محمد اشرف له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې چې ټاکل شوې نن د پنج‌شنبې په ورځ د (مرغومي په ۹مه) خپره شي ويلي، له هېواد څخه د وتلو پرېکړه يې ناڅاپي وه.

نوموړي زياته کړې، له هېواد څخه يې د وتلو په اړه يې هېڅ فکر نه وکړی. د بي‌بي‌سي خبريالې لايس ډوسيټ په خپل ټوېټر کې د اشرف غني د مرکې ځيني خبرو ته اشاره کړې او ليکلي يې دي، غني ويلي که د جکړې په نيت ولاړ وی نو ممکن زياته وژنه شوې وی.

نوموړي زياته کړې، د ملي امنيت شورا سلا کار يې حمدالله محب له وضعيت څخه په واقعيت کې وېرېدلی و او د اشرف غني په خبره، ان دوې دقيقې وخت يې هم له هېواد څخه د وتلو په موخه د پرېکړې کولو لپاره ور نه کړ.

له اشرف غني سره د نننۍ مرکې کوربه د برېتانيا د پوځ پخوانی لوی درستز جنرال نېک کارټر دی او تمه ده چې اشرف غني به د تېر نظام د چپه کېدو په اړه هغه څه واضيح کړي، چې تر اوسه عامو ولس ته نه دي ويل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...