Home » افغانستان » شهباز شريف: د افغانستان بشري وضعيت د ايران او پاکستان لپاره ستونزه ده

شهباز شريف: د افغانستان بشري وضعيت د ايران او پاکستان لپاره ستونزه ده

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده چې د دغه وضعيت د کابو کولو په موخه د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا ده.

شريف دغه څرګندونې پرون دوشنبه د شپې د (غويي په ۵مه) په اسلام‌اباد کې د روژه ماتې پرمهال، د اسلامي هېوادونو له سفيرانو سره په لېدنه کې کړې دي. نوموړي ويلي، په افغانستان کې روان بشري ناورين د پاکستان او ايران لپاره هم ستونزې زېږولی شي.

شريف زياته کړې چې د دې وضعيت نه يوازې دا چې په مستقيمه توګه پاکستان او ايران ته متوجه دی، بلکې په غېر مستقيمه توګه د نړۍ پر نورو هېواونو هم اغېز کولی شي.

نوموړي په همدې حال کې له نړيوالو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کابو کولو په موخه، له افغانانو سره د ژوند ژغورنې کافي مرستې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...