د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن خبر ورکړی چې افغانيالاصله امريکايۍ ميرمن رينا اميري يې د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت ځانکړې استازې ټاکلې ده.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ميرمن اميري په دې برخه کې دوې لسيزې کاري تجربه لري او وبه کولی شي چې د يوه سولهييز، باثباته او د ټولو لپاره د يوه خوندي افغانستان په رامنځته کولو کې، د امريکا حياتي کارونه مخ ته يوسي.
له دې سره د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي توماس وسټ هم د رينا اميري د ګمارنې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري برخو کې د کار لپاره د نوموړې تجربو ته اړتيا ده.
رينا اميري د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د دورې پرمهال، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي جګپوړې سلاکاره وه. نوموړې د امريکا په دولت کې د سلاکارې په توګه د دوو لسيزو لپاره کار کړی دی.