Home » سیمه او نړی » روسيې له اوکراين سره د امريکا او اروپا مرسته شوو وسلو لوی ډيپو له منځه وړی

روسيې له اوکراين سره د امريکا او اروپا مرسته شوو وسلو لوی ډيپو له منځه وړی

انټرفاکس خبري اژانس د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو له قوله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو نن د اوکراين په ترنوپيل سيمه کې د وسلو پر هغه زيرمتون د کروز توغندی ويشتی، چې د امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو له لوري له اوکراين سره مرسته شوې وې.

نوموړي ويلي، چې د وسلو دې لوی زيرمتون په هدف ګرځولو سره يې په نوموړي زيرمتون کې ټول مهمات له منځه وړي دي.

انټرفاکس په دې اړه خپل تازه راپور کې دا هم ويلي، چې روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځ کې خارکېف او ډونيڅک ته نږدې د اوکرايني ځواکونو درې  SU-25 ډوله جېټ الوتکې هم راغوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شنبه د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د کوپنهاګن ډيموکراسۍ فورم ته په وينا کې، له اورپا غوښتي و چې له روسيې سره په جګړه کې يې يوازې پرې نه‌ږدي.

نوموړي زياته کړې وه چې د اوکراين مرستندويه هېوادونه دې له اوکراين سره د مرستو او همکارۍ له لارې پر نوموړي هېواد د روسيې د بريد مخالفت دوامدار وساتي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...