د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د لومړي ځل لپاره یې په ازمایښتي ډول د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د الویرا بوټی کرلی دی، چې په وینا یې پایله یې ډېره ښه او د کوکنار بدیل کېدای شي.
د هلمند د کرنې ریاست مشر زلمی الکو وایي، د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، په هلمند کې یې کرکېله دود کړي:”هلمند کې له تېر کال راهیسې د مختلفو بوټو کر پیل شوی چې له دې ډلې یو هم الوریرا طبي بوټی دی، وده یې ښه روانه ده، بزګرانوته به پوهای ور کول کېږي او بیا به دا بوټی کري. “
هلمند په نړیواله کچه هغه ولایت دی، چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرل کېږي.
الویرا یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.