Home » افغانستان » د یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې
رویداد خبري آژانس
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشره،دیبورا لاینز

د یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې او هلته به د طالبانو او افغان مذاکراتي پلاوو سره بحثونه ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، د دغه دفتر مشره دیبورا لاینز قطر ته تللې چې د افغان سولې د ښکېلو خواوو او نړیوالو سره د افغان سولې د راتلونکو ګامونو په تړاو هر اړخیز بحثونه ولري.

دوحې ته د نوموړې سفر په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د انتقالي حکومت د طرحې او دغه راز ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر را استولي لیک ګرم بحثونه روان دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته ګواښوونکی لیک لېږلی و او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د خلیلزاد له لورې وړاندې شوې طرحې باندې غور وکړي او په ترکیه کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه په رابلل شوې غونډه کې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې بیا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن لیک ته سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې یاد لیک د افغانستان د خلکو برخلیک نه شي ټاکلی او دوی به داسې سوله کوي چې په هغه کې د افغانانو لاسته راوړنې او ټاکنې وساتل شي ترڅو هر افغان رایه وکاروي او په خپله خوښه خپل استازی وټاکي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...