د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د ښارونو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې د کابل ښار ودانیزې سیمې په تېرو څو لسیزو کې د پام وړ پراخې شوې دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کابل د دوامدارې پراختیا لپاره اغېزمن ښاري پلان جوړونې او په زیربناوو کې لا زیاتو پانګونو ته اړتیا ده.
د ياد پروګرام د معلوماتو له مخې، د افغانستان ښاري کېدل په چټکۍ روان دي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د هېواد نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند وکړي. دغه بهیر د کورونو، پاکو اوبو، روغتیايي او حفظالصحې خدمتونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو اړتیا نوره هم زیاتوي.
دغه پروګرام ویلي، چې کابل د کافي ملاتړ، اغېزمن پلان جوړونې او دوامدارې پانګونې په ترلاسه کولو سره د میلیونونو خلکو لپاره په یوه سمسور، خوندي او پرمختللي ښار بدلیدای شي.
د يادونې وړ ده چې د ښارونو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۳۱مه لمانځل کېږي او د ۲۰۲۶ کال شعار «د ټولو لپاره د مناسبو کورونو په موخه د ښارونو بیا رغونه» ټاکل شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس