د پېښور سترې محکمې د جمعې په ورځ په یوہ لنډمهالي حکم کې د پاکستاني پولیسو له خوا د یوې افغانې کورنۍ د ایستلو مخه ونیوله.
دا پرېکړه په داسې حال شوې چې یادې کورنۍ درېیم هېواد ته د تګ لپاره خپله د کډوالۍ دوسیه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته د ارزونې لپاره سپارلې ده.
د راپورونو له مخې، دغه افغانه کورنۍ په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې پېښور ته کډواله شوې وه او له هغه وخت راهیسي د خوندي ژوند او د درېیم هېواد ته د تګ لپاره هلته مېشت وه. خو په دې وروستیو کې د کډوالو پر وړاندې د فشارونو له زیاتېدو سره، ياده کورنۍ هم د جبري ايستلو له خطر سره مخ شوې وه.
خو د پېښور سترې محکمې تر پرېکړې وروسته دغې کورنۍ ته د پاتې کيدو اجازه ورکړل شوه او ټينګار وشو چې ددغې کورنۍ د قضيې تر وروستۍ پرېکړې به د هغوی ټول حقونه خوندي پاتې شي.
د دې کورنۍ وکیل ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم له پاکستانه غوښتنه کړې چې تر هغې چې د دوی د کډوالۍ دوسیه وروستي پړاو ته رسېږي، دې کورنۍ ته دې په لنډمهالي ډول د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي. دا پرېکړه د هغو افغان کډوالو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي چې لا هم د خپل راتلونکي برخلیک په تمه دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس