Home » افغانستان » د پي‌ټي‌اېم په هڅو د ناوې او زوم په شمول لسګونه افغانان د پاکستان له زندان ازاد شول

د پي‌ټي‌اېم په هڅو د ناوې او زوم په شمول لسګونه افغانان د پاکستان له زندان ازاد شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې يې د يوې ناوې او زوم په شمول د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي لسګونه افغانان بېرته خوشي کړي دي.

د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بېګاه شپه د (زمري په ۸مه) خپله فېسبوک پاڼه کې په دې اړه ليکلی پيغام خپور کړی او په کې ويلي يې دي، چې ياد کسان په ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او دغلته د ځايي وکيلانو د هڅو په ترڅ کې له زندان خوشې شوي دي.

نوموړي ويلي چې د بر وطن (افغانستان) خلک له تاريخي ستونزو سره مخ دي او په خبره يې د پښتون ژغورنې غورځنګ به د لر او بر افغانانو ترڅنګ په هر حالت کې ولاړ وي.

ناوې او زوم چې له لسګونه نورو کسانو سره يو ځای له څو ورځو راهيسې د پاکستان په زندان کې وو، له واده وروسته په پېښور کې خپل کور ته روان وو، چې د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د يادو کسانو بېرته ازادول په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان کې د ملت پاله ځوانانو له لوري له هرکلي سره مخ شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...