Home » سیمه او نړی » “د پاکستان د پوځ يوه قومندان ځان او خپل نور سرتيري وژلي”

“د پاکستان د پوځ يوه قومندان ځان او خپل نور سرتيري وژلي”

د پاکستان يوې پوځي سرچينې له رسنيو په خبرو کې ويلي، چې د دغه هېواد د پوځ يوه قومندان (صوبدار) پر خپلو نورو پوځيانو ډزې کړي او وژلي يې دي.

سرچينو ويلي چې دا پېښه پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د قبايلو اړوند په شاه کڅ سيمه کې د پوځ اړوند په يوې ودانۍ کې دننه رامنځته شوې ده.

دې سرچينې دا هم ويلي، په ياده ودانۍ کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې نيول شوي غړي ساتل کېږي او په کې دننه د پوځ يوه قومند د ۳ سرتېرو له وژلو وروسته ځان هم وژلی دی.

سرچينې دا نه دي ويلي چې د يادې پېښې علت څه دی؟ د پاکستان پوځ هم تر اوسه د يادې پېښې په اړه رسنيو ته کوم څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...