د پاکستان پياوړی ساينس پوه عبدالقدير خان چې په دغه هېواد کې د اټم بم د پلار په نوم هم مشهور و، نن يکشنبه د (تلې په ۱۸مه) د اسلام اباد په يوه روغتون کې د بستر پرمهال د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه.
نوموړی له دې کبله چې پاکستان يې پر يوه اټومي قدرت بلل کړی، د پاکستانيانو له لوري خورا ستايل شوی او د درنښت وړ کس و. د کرونا پرمهال عبدلقدير خان څو ځله د همدې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی هم و.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان او ولسمشر عارف علوي د نوموړي مړينه د پاکستان لپاره لويه ضايع بللې او له همدې امله د پاکستان ولس ته تسليت ويلی دی.
له دې وړاندې پر عبدالقدير خان تور و چې له ايران، شمالي کوريا او لېبيا سره يې په ناقانونه توګه د اټومي وسلو د جوړلو تعاملات شريک کړې دي.