د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو دا خبر رد کړی دی، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له دوو ورځو راپدې خوا ښوونځيو ته ځي.
د خلکو په وینا، طالبانو ګواښ کړی چې د غیر حاضري په صورت کې هم ښوونکي او هم زده کوونکي ته سزا ورکول کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د طالبانو تر ولکې په لاندې سیمو کې د پرانیستل شویو ښوونځيو کره شمېرې نه دي مالوم، خو د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست یو پخوانی کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وویل، له دوو ولسوالیو او د مرکز له ځينو سیمو پرته، په دغه ولایت کې ټول ښوونځي پرانیستل شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د میدان وردګو ولایت په نهو ولسوالیو کې ۴۵۰ د لومړنۍ، منځني او لیسې دورې ښوونځي شته چې په دغه شمېر ښوونځيو کې له ۱۵۰زره ډېر زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د پایته رسېدو په اړه د اړونده بنسټونو له لورې مشخص وخت نه دی په ډاګه شوی چې تر کله به دوام وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس