Home » افغانستان » د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي”

د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي”

د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو دا خبر رد کړی دی، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له دوو ورځو راپدې خوا ښوونځيو ته ځي.

د خلکو په وینا، طالبانو ګواښ کړی چې د غیر حاضري په صورت کې هم ښوونکي او هم زده کوونکي ته سزا ورکول کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د طالبانو تر ولکې په لاندې سیمو کې د پرانیستل شویو ښوونځيو کره شمېرې نه دي مالوم، خو د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست یو پخوانی کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وویل، له دوو ولسوالیو او د مرکز له ځينو سیمو پرته، په دغه ولایت کې ټول ښوونځي پرانیستل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د میدان وردګو ولایت په نهو ولسوالیو کې ۴۵۰ د لومړنۍ، منځني او لیسې دورې ښوونځي شته چې په دغه شمېر ښوونځيو کې له ۱۵۰زره ډېر زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د پایته رسېدو په اړه د اړونده بنسټونو له لورې مشخص وخت نه دی په ډاګه شوی چې تر کله به دوام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...