د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولې پر ۱۷مه د پنج شنبې مازدیګر د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
د مشاعرې جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین مهاجر فراهي، د هلمند امنیه قوماندان، د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د مرکز کابل او يو شمېر ولایتونو څخه دولتي مسوولينو، عالمانو، شاعرانو، ادیبانو، مطرح ترنم ویونکو او په زرګونه عوامو ګډون کړی و.
مشاعره د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.
په لومړيو کې د هلمند اطلاعات او کلتور رياست ټولو راغلو ګډونوالو ښه راغلاست ووایه او يادونه یې وکړه چې د شاعرانو، ليکوالانو او ترنم ويونکو په لاسته راوړونو او هڅو باید سترګې پټې نه شي او لا وهڅول شي.
راغلو مسوولينو د شاعرانو راتګ يادې مشاعرې ته ستر ویاړ وباله چې د شعر او ادب په ژبه غواړي اوس هم د کړېدلي ولسونو پر زخمونو پټۍ ولګوي او ولسونه دې ته وهڅوي، چې هر څه د الله تعالي او اسلام لپاره تر سره کړي.
د نوموړي مشاعرې په وروستیو کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس، راشد له لوري شاعرانو، لیکوالانو، نعت ویوونکو او راغلو مېلمنو ته د هلمند رخام ډبرو څخه جوړې شوې ډالۍ ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده چې د هلمند سیند دودیزه مشاعره هر کال د پسرلي په موسم کې تر سره کېږي، چې د ګڼ شمېر ولايتونو څخه د شعر او ادب مينوال پکې ګډون کوي.
راپور: محمد ويس عزيزي
د رويداد خبري اژانس د جنوبي لودیځ زون د خبر مسوول