د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه به د مرکزي او ولایتي ادارو کاري ساعتونه بدل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، کارکوونکي به د شنبې له ورځې تر چهارشنبې پورې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پورې او د پنجشنبې په ورځ تر ۱:۳۰ بجو پورې دندې ترسره کوي.
د شنبې تر چهارشنبې پورې به د غرمې له ۱۲ څخه تر ۱ بجې پورې د لمانځه ادا کولو او ډوډۍ خوړلو لپاره یو ساعت وقفه هم په پام کې نیول شوې وي.
وزارت وايي، په مبارکه روژه کې به د ادارو د کار ساعتونه وروسته په جلا توګه اعلان شي.
نوي کاري ساعتونه به د ۱۴۰۵ کال د مني او ژمي لپاره د مرکزي او ولایتي ادارو د کار مهالوېش تنظیم کړي او د حوت تر پایه به دوام ولري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس