Home » افغانستان » د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته روان شو
رویداد خبري آژانس

د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته روان شو

له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی نن چهارشنبه (د کب ۲۷ مه نېټه) چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي د روسیې په لورې روان شول.

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان پلاوي غړي د روسیې فدراسیون ته روان دي، چې د افغانستان د سوله‌ییز جوړجاړي په اړه د مسکو په کنفرانس کې برخه واخلي.

عبدالله عبدالله لیکلي:” مونږ د یوه بریالي کنفرانس او له طالبانو سره د نظر تبادلې په لټه کې یو، او دغه کنفرانس د دوحې د خبرو اترو پر پراختیا، تاوتریخوالي کمولو او شخړې د پای ته رسولو لپاره ترسرسه کېږي.”

دا په داسې حال کې دی چې روسیې څه موده وړاندې افغان حکومت، طالبانو، سیاسیونو، چین پاکستان او امریکا ته بلنه ورکړه ترڅو په مسکو کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي د روسیې په لورې روان شول.

د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او غړي یې؛ متین بېک، احمد نادر نادري، حبیبه سرابي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار

افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګنده کړې؛ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن چارشنبه مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې، چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

محمد نعیم زیاته کړې د طالب پلاوي په جوړښت کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شيخ عبدالحکيم، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمدفاضل اخند، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، انس حقاني، شیرمحمدعباس ستانکزی او د طالبانو د سیاسي د فتر ویاند ډاکتر محمد نعيم شامل دي.

په ورته وخت کې تېره ورځ ولسمشرغني هم یادو کنفرانسونو او د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه وویل، اوس هم حاضر دی چې په هر وخت کې له طالبانو سره ټاکنې وکړي، هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته بل ځای ناستې ته واک نه پرېږدي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې هم د افغان سولې په تړاو بن کنفرانس ته ورته یوه غونډه راوبلل شي، یادې غونډې ته هم دافغانستان په کشاله کې ټولې ښکېلې خواوې ور غوښتل شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...