Home » افغانستان » د صنعتي ځمکو بیې او د وارداتو تعرفې وټاکل شوې
اقتصادي کمېسیون

د صنعتي ځمکو بیې او د وارداتو تعرفې وټاکل شوې

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د صنعتي پارکونو د ځمکو بیې د ولایتونو د کټګوریو له مخې وټاکل شوې.
د پرېکړې له مخې، د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د هر مترمربع ځمکې بیه ۱۵۰ افغانۍ، د دویمې کټګورۍ لپاره ۱۰۰ افغانۍ او د درېیمې کټګورۍ لپاره ۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
په دې غونډه کې د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال د وروستیو شپږو میاشتو راپور هم تایید شو. د یاد راپور له مخې، پر هغو وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې دي چې په هېواد کې دننه یې د تولید امکان شته.

اقتصادي کمېسیون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د بازار د بیو د کنټرول په موخه اړوندو کمېټو ته لارښوونه کړې چې خپل فعالیتونه په جدي او منظم ډول ترسره کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

توماس فریلسن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی

د راپورونو له مخې د ...