د راډیو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي چې په ټول افغانستان کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، مهاجر فراهي راډیو یوه اړینه رسنۍ بللې او ویلي یې دي، یاده رسنۍ د خپلو مخاطبینو پر وړاندې ځانګړی ځای لري.
وایي: “راډیو په افغانستان کې په لسګونو کلونه مخینه لري، اوس مهال شاوخوا ۲۸۹راډیو ګانې په کابل، ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي.”
مهاجر زیاته کړه: “راډیو د خبرونو په خپرولو، د معلوماتو د تحلیل او ټولونې لپاره، زدهکړو او د خلکو په پوهاوي کې مهم رول لري.”
هغه له مسوولینو او د راډیو له کارکوونکو غوښتي چې د په خپلو دندو کې رښتني وي او د خلکو په پوهاوي کې مهم رول ولوبوي.
په ورته وخت کې د راډیو یوه کارکوونکې شبنم شهرزاد وایي: “راډیو یو عام فهمه رسنۍ ده، د راډیو له لارې د ټولنې هر ډول وګړو ته پيغام په اسانه توګه لېږدول کېدای شي. دا ډول رسنۍ تر ټول ډېر اورېدونکي لري او په اسانه توګه د لاسرسي وړ دي.”
له بلې خوا د راډیو د نړیوالې ورځې په پار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر (یوناما) هم ویلي “چې د نړۍ تصور له راډیو پرته ستونزمن دی.”
د یوناما په وینا، راډیو یوه پیاوړې وسیله ده چې د افغانستان د خلکو په منځ کې د خپلواکۍ او د هېواد د پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه لري.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) هم ویلي چې راډیو په ټوله نړۍ کې له بلې هرې رسنۍ په اسانه توګه او د نړۍ په کچه تر ټولو زیاته د کار وړ رسنۍ ده.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۱ کال کې د فبرورۍ ۱۳مه د یونسکو لخوا د راډیو د نړیوالې ورځ په نوم نومول شوې ده.