Home » افغانستان » د ترکیې وان جهیل کې د ۲۴ افغانانو جسدونه پیدا شوي
رویداد خبری آژانس
وان جهیل

د ترکیې وان جهیل کې د ۲۴ افغانانو جسدونه پیدا شوي

په ترکیه  کې د افغانستان د سفارت سرپرست حبیب احمد خنجاني پرون دوشنبه د چنګاښ۳۰ مه یوې رسنۍ ته وویل د دغه هیواد په وان جهیل کې د غرقې شوي کښتۍ په ځای کې د درې ماشومانو په ګډون د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو جسدونه پیدا شوي دي.

ښاغلي خنجاني په خبرو کې وویل چې د ترکي قایقرانو له قوله په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره و.د راپورونو له مخې دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي و.

 وان جهیل د ترکیې او ایران پولې ته نژدې موقعیت لري او افغان پناه غوښتونکي چې اروپا ته د تګ نیت لاره، له دغه لارې څخه په تېرېدو سره ترکیې ته داخل شوي و، او له هغه ځایې اروپا ته سفر کوی.

په انقره کې د افغانستان سفارت سرپرست وايي دا چې د غرق شوو پناه غوښتونکو جسدونه د ډير وخت لپاره په اوبو کې پاتې شوي، پېژندل یې سخت شوي دي.

دغه پېښه د تیرې جون میاشتې پر ۲۷مه نېټه رامنځته شوې ده.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر هغه وروسته په یوې اعلامیې کې په دغه پېښه کې د مړو شوو کسانو له دوستانو څخه وغوښتل چې د خپلو دوستانو د پيژندلو په هدف د هغوی عکس او ځینې نور اسناد د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه او ایران کې د دغه هیواد قونسلګریو ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له ټولو خلکو وغوښتل چې له غیر قانوني سفرونو په ځانګړي ډول له انساني قاچاقبرانو سره له تګ څه ډډه وکړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو په اساس، دغه کښتۍ په تاریکۍ کې له وان جهیل څخه تېریدله، د دغه جهیل په سل مترۍ ژوروالي کې غرقه شوه.

د تیر کال په ډسمبر میاشت کې هم د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي پناه غوښتونکو یوه بله کښتۍ هم په وان جهیل کې غرقه شوه چې له امله یې ۷ پناه غوښتونکي مړه شول او ۶۴ نور وژغورل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...