Home » افغانستان » د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نړیوالې اندېښنې
Afghanista

د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نړیوالې اندېښنې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.

کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ په مسکو کې د ا.ا له سفیر ګل حسن حسن سره دليدنې پر مهال کړې.
په مسکو کې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړې د اندیښنې وړ بللې او زیاته کړې ده چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.

ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دواړو لورو ترمنځ د روانو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی به د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت نور هم خراب کړي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې ښوونځي او بازارونه تړل شوي او دغو سیمو کې د مرستو رسولو بهیر هم په ځینو ځایونو کې ځنډول شوی دی.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې اتمې ورځې ته داخلې شوې دي، خو لا هم د دغو تاوتریخوالو د سوله‌ییز حل لپاره کومه تګلاره نده طرح شوې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ککړه هوا؛ د انسان او طبیعت پر وړاندې دوامداره ګواښ

په داسې حال کې چې ...