Home » سپورټ » د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې له خپل خاونده جلا شوه
رویداد خبري آژانس
ایلیس پیري

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې له خپل خاونده جلا شوه

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو ښځینه لوبغاړې ایلیس پیري له پنځه کلن ګډ ژوند څخه وروسته له خپل خاونده جلا شوه.

ایلیس پیري په ۲۰۱۵م کې د مېټ ټوما سره واده وکړ. مېټ ټوما د اسټرالیا هېواد د رګبي لوبې نوموتی لوبغاړی دی.

ایلیس پیري او مېټ ټوما دواړو په خپلو خبرو کې  ویلي، چې دا پرېکړه د دوی په ګټه ده.

رویداد خبري آژانس

دوي ویلې

“له کله چې زموږ اړیکه جوړه شوې موږ له یو بل څخه لرې پاتې شوي یو او په یوازې توګه مو ژوند کاوه، نو په همدې موخه نور غواړو دا خپل انفرادي ژوند ته لومړیتوب ورکړو. دا پرېکړه زموږ لپاره یو بل ته احترام کول دي. موږ پرېکړه کړې، چې دا زموږ لپاره یوه سمه لاره ده، چې له یو بل څخه جلا شو.“

۲۹ کلنې ایلیس پیري په ۲۰۰۸م کې لومړۍ لوبه د اسټرالیا لپاره ترسره کړه.

رویداد خبري آژانس

ایلیس پیري د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلي الراونډره لوبغاړې ده، چې تر دې دمه یې ۸ ټيسټ، ۱۱۲ یو ورځنۍ او ۱۱۸ بیا شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي.

هغې په ټیسټ لوبو کې ۶۲۴ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۰۲۲ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۱۹۷ منډې جوړي کړې دي.

د دې ترڅنګ د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې دې مخکښې لوبغاړې په ټیسټ سیالیو کې ۳۱ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۲ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۱۴ ویکټې اخیستې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ سیالي ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان ...