Home » افغانستان » خلیلزاد له جای شنکراو اجیت دووال سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه کړې
رویداد خبري آژانس

خلیلزاد له جای شنکراو اجیت دووال سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه کړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې پرون له پاکستانه هند ته تللی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته دغه هیواد ته سفر کړی او د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر جای شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په قطر کې د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه شوي دي.

د خبرپاڼې په خبره، دواړو لوریو د افغان سولې په مذاکراتو کې د اوربند موضوع مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې لومړی باید په یو دایمي اوربند هوکړه وشي ترڅو په ارامه فضا کې خبرې اترې وشي.

خبرپاڼه لیکي، په دې لیدنه کې دا هم وویل شول چې افغانان باید په دې ډاډه اوسې چې خاوره به یې د هیڅ ترهګرې ډلې په واسطه د کوم هیواد په مقابل کې استفاده نه شي.

د خبرپاڼې له مخې، زلمي خلیلزاد وویل، د افغان سولې د بریالیتوب لپاره د نړیوالو او سیمې هیوادونو ملاتړ ډېر زیات مهم دی او په خبره یې هند او امریکا به له یاد بهیر ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تېره روځ پاکستان ته هم سفر کړی و او هلته یې د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې د مذاکراتو پر روان بهیر خبرې کړې وې.

 د یادونې ده چې دا فغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د شنبې په ورځ په قطر کې پیل شو چې لا هم دوام لري او ډېره تمه شته چې یوې هوکړې ته به ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...