Home » افغانستان » حکومت ومنله چې په کابل کې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ مذاکرات شوي

حکومت ومنله چې په کابل کې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ مذاکرات شوي

په داسې حال کې چې له څو ورځو راهيسې په کابل کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې مذاکراتو د دوام په اړه راپورونه خپارېږي، تازه د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې ياد مذاکرات په کابل کې ترسره شوي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد خپل ټوېټر کې ويلي، چې دا مذاکرات د اسلامي امارت په منځګړيتوب په کابل کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې د اړوندو موضوعاتو په اړه د پام وړ پرمختګ ترڅنګ، د دواړو خواوو ترمنځ پر لنډمهال اوربند هم هوکړه شوې ده.

نوموړي زياته کړې، چې اسلامي امارت د خېر غوښتني په نیت هڅه کوي څو د مذاکراتو دا لړۍ په بریالۍ توګه پرمخ لاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یوبل د زغملو او انعطاف تمه هم لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...