د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان په سند ايالت کې د شاوخوا ۳سوه نيول شوو افغانانو له ډلې يو شمېر يې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په هڅو بېرته ازاد شوي دي.
د دې وزارت د وياند مرستيال حافظ احمد ضياء په دې اړه خپاره کړي ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د يادو بنديانو د خلاصون په موخه په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني لوري سره په خبرو بوخت دی.
نوموړي ويلي، چې د سفارت ترڅنګ په کراچۍ کې د افغانستان کنسلګري هم هڅه کوي چې نيول شوي کسان بېرته ازاد کړي. د حافظ احمد ضياء په خبره، له دې کبله چې يادو کسانو په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لرل نو د محکمې له لورې زر کلدارې جرېمه شوي.
هغه زياته کړې، چې د دې جرېمې له پرې کولو سره يو شمېر کسان بېرته خوشي شوي او پاتې نور به هم په راتلونکو څو ورځو کې خوشي شي.
حافظ احمد ضياء وايي، چې ځيني کسان له يادې قضيې ناسمه ګټه اخلي او د نيول شوو کسانو د خلاصون په پلمه چندې ټولوي. نوموړی زياتوي چې خلک دې په دې بهانه هېچا ته چنده نه ورکوي.