د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او پلاوي يې پرون يکشنبه ناوخته د (غويي په ۴مه) د قطر له لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ليدلي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن دوشنبه لېکلي، چې په ياده ليدنه کې پر یو لړ سیاسی او اقتصادي موضوعاتو سربېره د هوايي ډګرونو د قرارداد پر هغو ټکو هم خبرې وشوې، چې د نوموړي په خبره لا تر اوسه پرې دواړه خواوې نه دي سلا شوي.
بلخي زياته کړې چې دامهال د افغانستان او قطر چارواکو له لوري په دې برخه کې هغه ټکي مشخص شوي، چې لا زيات بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري.
نوموړي ويلي چې له پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو د فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.
افغانستان د هوايي ډګرونو د بيا فعالېدو په موخه له مودې راهيسې له قطر او ترکيې سره خبرې روانې دي او ډېر احتمال شته، چې د افغانستان د مهمو هوايي ډګرونو د تخنيکي مديريت چارې يادو هېوادونو ته وسپارل شي.