نن سهار وختي د (لړم په ۲۴مه) د برېتانيا په لېورپور ښار کې موټر بم چاودنه وشوه چې د چارواکو په خبره په تړاو يې درې مشکوک کسان نيول شوي دي.
چاودنه په ياد ښار کې د ښځو يوه روغتون ته نږدې د ټکسي موټر په سيله شوې ده. پوليسو ويلي چې په چاودنه کې ټکسيوان ټپي شوی خو په کې ناست يو بل کس وژل شوی دی.
دوی زياته کړې چې د وژل شوي کس د هويت او دغه راز د چاودنې د انګيزې مالومولو په موخه جدي هڅې دوام لري. د برېتانيا لومړي وزير بورس جانسن پېښه غندلې او په کې له زيانمنو شويو سره يې خواخوږي ښودلې ده.
په ورته وخت کې د برېتانيا کورنيو چارو وزير پريتي پټېل هم په خپل ټوېټر کې د پيېښې له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې يادې پېښې په اړه د څېړنو په موخه بايد پوليسو ته وخت ورکړل شي څو خپل مسووليت ترسره کړي.