Home » افغانستان » ایران کې څه باندې دوه زره افغانان نیول شوي

ایران کې څه باندې دوه زره افغانان نیول شوي

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سرحدي پولیسو په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستانه تر دوو زرو ډېر ناقانونه کډوال په سیستان او بلوچستان ایالت کې نیولي دي.

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۳مه) د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د ایران سرحدي ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو سرحدي سیمو کې شاوخوا ۲۲۸۵ غیر قانوني کډوال نیولي دي.

ایرنا لیکلي چې نیول شویو کسانو غوښتل چې له افغانستان څخه په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شي.

په ورته وخت کې د ایران سرحدي چارواکو ایرنا ته ویلي چې بهرني اتباع باید دغه هېواد ته د ننوتو او پاتې کېدو لپاره قانوني اقدام وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...