د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا په خپل تازه بيان کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته جدي اړتيا لري.
اوچا پرون دوشنبه د (تلې په ۴مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د ۹ مياشتو په تېرېدو سربېره هم په افغانستان کې د بشري وضعيت مهارولو لپاره، د دې هېواد ۲۲ ميليونه وګړو ته د مرستو رسولو په موخه د وړانديز شوې ۴.۴ مېليارد ډالرو بوديجې يواز ۴۳ سلنه برخه تامين شوې ده.
اوچا زياته کړې، چې د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي خوړو ته جدي اړتيا لري او په خبره يې که خواړه ور ونه رسېږي، نو دغلته د انساني فاجعې د رامنځته کېدو قوي احتمال شته.
په افغانستان کې له سياسي بدلون سره مل بشري ناورين لا هم نه دی مهار شوی. ملګرو ملتونو تل ټينګار کړی چې د دغه ناورين مهارول د نړيوالو له لوري غوڅ عمل او مرستو ته اړتيا لري.
خو دا چې افغانستان ته کافي مرستې لا هم نه دي رسيدلي، له امله يې ورځ تر بلې په افغانستان کې لوږه زياته او ورسره بشري ناورين نور هم ژورېږي.