په سویس کې د افغانستان د پانګې په سر د نظارت د صندوق غړی انوارالحق احدي کابل ته د نغدو پیسو د نه رسېدو عواقب ډېر خطرناکه بولي.
د سرپرست حکومت د افغانستان بانک که څه هم د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفټس تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د پروازونو د نشتوالي په سبب کابل ته د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالریزې بستې نهدي استول شوي.
تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ ملیونه امریکايي ډالر د افغانستان بانک ته سپارل، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو لخوا د ښځو د زدکړو او کار باندې د بندیز لګیدو له امله دغه مرستې بندي شوي دي.