امریکا متحدو ایالتونو (سې شنبې، د وږي ۱۳مه) یو ځل بیا له اسراییلو او حماس وغوښتل چې په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره چې له شاوخوا ۱۱ میاشتو راهیسې روانه ده، اوربند وکړي، او نیول شوي کسان خوشې شي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر، ویلي: “په لسګونو یرغمل شوي کسان لا هم په غزه کې خپلو کورونو ته د ستنیدو د یوې موافقې په تمه دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې وروستۍ هوکړه وشي.”
د مټیو دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې د اسراییلي چارواکو په وینا د دوی ځواکونو د غزې د تړانګې په رفح ښار کې د شپږو یرغمل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي چې د عدلي طب پایلې ښيي چې یرغمل شوي کسان له شا څخه ویشتل شوي، خو حماس ویلي چې یرغمل شوي کسان د اسراییلو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، دا هم ویلي چې د اوربند موافقه او څه د پاسه سل یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره دواړو ډلو اسراییل او حماس ته پکار ده چې نرمښت وښیی.
له بلې خوا یوه ورځ وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې جګړه یوازې هغه مهال بندېدای شي چې حماس په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.