Home » سیمه او نړی » امريکا؛ اوکراين ته د مرستو ترڅنګ خپل ډيپلوماټان هم بېرته لېږي

امريکا؛ اوکراين ته د مرستو ترڅنګ خپل ډيپلوماټان هم بېرته لېږي

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې بريد او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ۶۱مې ورځې ته ورسېده، د يادې جګړې له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره لوړپوړي امريکايي چارواکي کېف ته رسيدلي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن او د دفاع وزير لوېډ اسټين پرون يک‌شنبه د (غويي په ۴مه) په کېف کې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره لېدلي او نوموړي ته يې د امريکا له لوري د ۸۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت د تسليحاتي او مالي مرستو ډاډ ورکړی دی.

په دې ليدنه کې امريکايي پلاوي ويلي، چې له اوکراين سره پر مرستو سربېره به کېف ته امريکايي ډيپلوماټان هم په تدريج سره ستانه شي او دغلته به بيا خپل ډيپلوماټيګ ماموريت پيل کړي.

امريکا له هغې وروسته اوکراين ته د خپلو ډيپلوماټانو د بيا ستنېدو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې برېتانيې هم په کېف کې د خپل سفارت د بيا فعالولو ويلي وو.

له دې سره د اوکراين په ماريوپول بندري ښار کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري. روسي ځواکونه هڅه کوي چې د اوکراين دغه مهم ښار تر خپل کنټرول لاندې کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...