ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله شل اووريز نړيوال جام لوبو ته د چمتووالي په ترڅ کې خپله دويمه دوستانه لوبه د ويسټ انډيز له ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د کرکټ بورډ چارواکو ويلي چې دا لوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي لوبو ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او تمه ده چې افغان لوبډله به د ښې لوبې په کولو سره خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړي.
د کرکټ نړيوال شل اووريز جام سيالۍ د تېرې يکشنبې په ورځ پيل شوي او د يادو لوبو د مهالوېش له مخې به، افغان لوبډله د روانې اکټوبر په ۲۵مه خپله لومړنۍ رسمي لوبه ترسره کړي.
تر دې مهال د يادې لوبې لپاره د افغان لوبډلې سياله لوبډله نه ده مالومه شوې. له دې وړاندې افغان لوبډلې خپله لومړنۍ دوستانه لوبه جنوبي افريقا لوبډلې ته وبايلله.
دا ځل د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لوبې په عربي اماراتو او عمان هېوادونو کې ترسره کېږي.