Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 55)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

د میانمار امنیتي ځواکونو په یوه ورځ کې ۹۰ کسان وژلي

رویداد خبري آژانس

په میانمار کې د شنبې په ورځ (د وري ۷مه نېټه) د پوځي کودتا په ضد په روانو لاریونونو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي. راپورونه او عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو دا کسان وژلي دي چې په کې یو کوچنی هم شامل دی. دا لاریونونه د فبرورۍ له لومړۍ ...

Read More »

عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د شرایطو پر اساس شوې

رویداد خبري آژانس

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د شرایطو پر اساس شوې، خو طالبان لاهم په خپله ژمنه چې د تاوتریخوالي کمول دي، عمل نه دی کړی. عبدالله عبدالله وایي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه ...

Read More »

کابل کې د داعش ډلې یو غړی نیول شوی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړ. دغه وزارت نن شنبه (د وري ۷مه نېټه) ویلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره ...

Read More »

ایران د چین سره د همکارۍ یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي

رویداد خبري آژانس

ایران او چین غواړي همدا نن شنبه د ګډې همکارۍ یو اوږدمهاله او هر اړخیزه تړون امضأ کړي. په دغه ۲۵ کلن تړون کي به «سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي موافقې» شاملي وي. د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په دولتي ټلویزون کي د خبرو پر مهال وویل ...

Read More »

افغانستان کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او یو بل مړ شوی دی. روغتیا وزارت دغه معلومات چې نن(شنبه د وري په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱زرو ...

Read More »

په مصر کې د اورګاډو د ټکر له امله ۱۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

د مصر د عامې روغتیا وزارت وایي د دوه اورګاډو د تکر له کبله ۳۲ کسان مړه شوي او شاخوا ۹۱ نور ټپیان شوي دي. د مصر د اورګاډو د برخې چارواکي وايي یو اورګاډی روان و چې ځینو «نامعلومه افرادو» یې بریک کش کړ او اورګاډی یې ځای په ...

Read More »

امریکا پر عربستان د حوثي یاغیانو بریدونه غندلي

رویداد خبري آژانس

امریکا پر عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي ديامریکا پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. حوثي یاغیانو ویلي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او نظامي اډو یې د اتلسو ډرون په وسیله بریدونه کړي دي. حوثیان ادعا کوي چې په دې ...

Read More »

حامد کرزي؛ په ترکیه کې د سولې جوړېدونکې غونډه د جګړې پایته رسولو لپاره مهمه بللې ده

رویداد خبري آژانس

د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی وايي له روسیې وروسته په ترکیه کې د سولې جوړېدونکې غونډه د افغان جګړې پایته رسولو لپاره خورا مهمه ده خو د دې لپاره چې د ښکېلو لوریو تر منځ یو جامع توافق رامنځ ته شي باید دواړه اړخونه پکې له پوره چمتووالي سره ...

Read More »

زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت د خپل موجودیت اعلان وکړ

رویداد خبري آژانس

د حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د ژغورنې حرکت خپل موجودیت اعلان کړ. د دغه حرکت لخوا نن بنجشنبه (د وري ۵مه نېټه) په جوړه شوې ناسته کې حضرت عمر زاخېلوال د خبرو پر مهال وویل:” د افغانستان د نجات حرکت څرګند دریځ لري؛ بېوسې او بې کسي ...

Read More »

جرمني کې د کرونا ویروس له امله لګول شوي بندیزونه لرې شول

رویداد خبري آژانس

د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له کبله لګول شوي تازه بندیزونه بېرته لرې کړل. میرکل د المان د ایالتونو له مشرانو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ او وې ویل، د المان له خلکو بښنه غواړي او د اپرېل په ...

Read More »