په هالنډ کې پولیسو ۴۷۰ هغه اعتراض کوونکي نیولي دي چې د شپې د ګرځبندیز په ضد راوتلي وو. پولیس دوی یاغیان بولي. د هالنډ حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د شپې په تګ راتګ او ګرځېدو بندیز لګولی دی. پولیسو یوازې تېره شپه ۱۸۰ تنه نیولي ...
Read More »ولسمشر:عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی
ولسمشر غني وایي عدلي او قضایي مرکز خپل باور له لاسه ورکړی او د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست ته باید مسلکي کسان جذب شي ځکه په عدلي او قضایي دستګاه کې بحران د منلو نه دی. ولسمشر غني دغه څرګنډونې تېره ورځ د لويې ...
Read More »جوزجان کې د طبیعي ګازو وېش بېرته پیلېږي
په جوزجان ولایت کې سیمه يیز چارواکي وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د شبرغان ښار زرګونه کورنۍ دوی ته د ورغځېدلو نل لیکو له لارې استخراج شوو طبیعي ګازو ته لاسرسی پیدا کړي. د جوزجان والي ویاند معروف اذر وايي په یوه میاشت کې به د جرقدوق د ...
Read More »قریشي د افغان سولې په برخه کې د خلیلزاد د ماموریت د دوام هرکلی کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د جو بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی ...
Read More »هلمند کې ۹ طالبان وژل شوي
د هلمند امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو امر محمد زمان همدرد وايې افغان ځواکونو د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ ژړ صاحب سیمه کې پراخ عمليات پيل کړي چې تر دې مهاله ۴ کیلومتره سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده. د همدرد په وينا د عملياتو په جريان کې ...
Read More »بایډن:ډونالډ ټرمپ باید محاکمه شي
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاکمه کېدو خبره کړې ده. بایډن د ولسمشر په توګه د خپل کار تر پیل یوه اوونۍ وروسته ویلي چې ډیموکراټان دې د ټرمپ محاکمه کېدو ته چمتوالی ونیسي. د سي ان ان د راپور له مخې، بایډن ...
Read More »اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ. اروپايي ټولنې نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې مرستې به تر هغو کسانو ورسیږي چې له کرونا ویروس څخه ډير اغېزمن ...
Read More »ننګرهار کې د شاتو یو لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په دویمه ورځ په دې ولایت کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو معیاري لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارلو. د کرنې وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد لابراټوار د امریکا متحده ...
Read More »امریکا زرګونو افغانانو ته ‘ځانګړې مهاجرت’ ویزې ورکولو بهیر بیا پیلوي
په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت وايي، د افغانانو لپاره د ‘ځانګړي مهاجرت ‘ ویزې ورکولو بهیر او ورکړه د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې بیا پیلوي. په امریکا کې د اوسېدو دغه ډول وېزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي ځواکونو یا نورو ...
Read More »محمود قریشي:پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ګڼ پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي او په وینا یې هیله لري چې د ولسمشرغني حکم ژر عملي شي او دغه بندیان خوشي شي. د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ...
Read More »