Home » افغانستان (page 16)

افغانستان

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، د دغه سفر ...

Read More »

د کډوالو پر ضد دټرمپ حکومت جنجالي اقدام؛ ایا د ګرین‌کارټ غوښتونکي باید امریکا پرېږدي؟

د امریکا د حکومت د نوې لارښوونې له مخې، هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او غواړي دایمي اقامت یا «ګرین‌کارټ» ترلاسه کړي، باید خپل اصلي هېواد ته بېرته ولاړ شي او هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ ویزې پروسه بشپړه کړي. ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکرتورک د اروپايي اتحادیې له لوري هغه وړاندیز شوي قوانین د اندېښنې وړ بللي چې له مخې یې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول کېدای شي. نوموړي ویلي، افغانستان ته په زوره د افغانانو ستنول هغوی له جدي خطرونو سره ...

Read More »

هانانيومن: نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ګڼې افغان میندې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته مراجعه کوي، خو د خوړو او ...

Read More »

نن په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین لړۍ پيل شوه

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې نن دوشنبه، د غویي ۲۸مه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د ياد وزارت مسوولانو په وينا، د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین د دویم پړاو په لړ کې به شاوخوا ۸ اعشاریه ۳ ...

Read More »

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د ...

Read More »

زابل کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه سوداګریز مرکز جوړېږي

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه پانګوال له لوري پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ستر سوداګریز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې. د مالوماتو پر اساس د دغه مرکز د جوړېدو چارې به د یو نیم کال په موده ...

Read More »

په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د ازموینې بهیر پيل شو

د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د عمومي ازموینې د لومړۍ ورځې بهیر نن پنجشنبه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوی دی. د ازموینو عمومي ادارې د مالوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور په لومړۍ دوره کې د میدان ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کې د نفوس زياتوالی سبب شوی چې د هر وګړي ۲.۱ سلنه عايد کم شي

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د وچکالۍ، د نړیوالو مرستو کمښت او د کډوالو پراخو راستنېدنو د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. د راپور له مخې، نږدې ...

Read More »

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړي

فرانس پرېس خبري اژانس د اروپايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ اړوند مسایلو په اړه د خبرو لپاره د ا.ا استازي بروکسل ته ور و بولي.د سرچینو په وینا، په نږدې ورځو کې د اروپايي ټولنې لخوا ...

Read More »