د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان پرون ( چهارشنبې د لیندۍ ۱۴مه) په طبي برخه کې د افغان نجونو د زده کړو پر بندیز خواشیني څرګنده کړې ده. راشدخان زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو انځورونه ...
Read More »نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی
نړیوال بانک پرون (چهارشنبې، د لیندۍ۱۴مه) خبرداری ورکړی او زیاته یې کړه چې د افغانستان اقتصاد د کمې ودې ترڅنګ بیا هم د ناڅرګند برخلیک سره مخ دی. نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په نورو ستونزو سربېره مالي محدودیتونه، نامتوازن تجارت او د عامه پانګونې لپاره محدود ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو لوبلړیو لپاره زیمبابوې ته روان شول
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه یاد هېواد ته روان شول. د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)ماسپښین مهال یاد هزواد ته روان شوي دي. ...
Read More »د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي
د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبر ورکوي چې، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړیږي. د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو ...
Read More »سور صلیب: په افغانستان کې یې له ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو درملنه کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې سږ کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده. یادې کمېټې (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه ) په خبرپاڼې کې ...
Read More »د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د نیپال پر وړاندې ترسره کوي. افغان نولس کلنو لوبډلې د اسیام جام سیالیو په تېرو دوو لوبو کې د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وه. د معلوماتو پر اساس په دې ...
Read More »افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوي
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه جریان لري. نوموړي د یادې پيل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې په افغانستان کې یې څو سلنه چارې بشپړې شوي دي. د ټاپي پروژې ...
Read More »د نولسکلنو اسیا جام په دویمه سیالي کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام په دویمه لوبه کې سریلانکا پرون ( شنبې، د لیندۍ ۱۱مه) افغان کرکټ لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې الله ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سريلانکا لوبډلې سره سیالي کوي
د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سریلانکا سره سیالي کوي. د سریلانکا له نولس کلنو کم عمره لوبډلې دافغانستان پر وړاندې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دغه لوبه د شارجې د کرکټ ...
Read More »نوولسکلن اسیا جام کې بنګلهدېش افغانستان ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د نوولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه پرون( جمعه د لیندۍ ۹مه) د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګلهدېش د ۴۵ منډو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس