د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نوموړي وزارت سرپرست اميرخان متقي د ايران له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان سره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او دغه راز پر اقتصادي همکاريو خبرې کړي. د خبرپاڼې له مخې په دې ټليفوني ...
Read More »ملګري ملتونه: د اوکراين له امله به افغانستان له پام ونه غورځول شي
ملګرو ملتونو د هغو اندېښنو په تړاو چې ګواکې په اوکراين کې د روان ناورين له امله به د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ناورين شا ته واچول شي ډاډ ورکړی، چې د اوکراين کړکېچ له افغانستان سره د مرستو پر دوام اغېز نه شي کولی. د دې سازمان د ...
Read More »“اسلاماباد کې د افغانستان له سفارت د خلکو شکايتونه زيات شوي”
په اسلاماباد کې د افغانستان له سفارت خلک شکايت کوي چې پر وخت يې ستونزو ته رسېدنه نه کېږي او دغه راز د افغانستان وېزې ترلاسه کولو په موخه د ډېرې مودې لپاره په تمه پاتې کېږي. خبريال طاهرخان په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دا مهال په اسلاماباد ...
Read More »د پښتونخوا په ګڼو ښارونو کې پر خوست د هوايي بريد خلاف لاريونونه شوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو د پاکستان له لوري پر خوست او کونړ د هوايي بريدونو په غبرګون، په قبايلو او د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پراخ لاريونونه کړي. د دې غورځنګ غړو ويلي، چې پرون شنبه د (وري په ۲۸مه) يې په شمالي وزيرستان، بنو، دېره ...
Read More »مجاهد: د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره نړيوالو ته هېڅ پلمه نه ده پاتې
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، سرپرست حکومت ټول هغه معيارونه چې د نړيوالو له لوري رسميت پېژندلو ته اړين دي، پوره کړي دي. نوموړي نن يکشنبه د (وري په ۲۹مه) د کابل په هوايي ډګر کې د متحده عربي اماراتو له لوري تازه افغانستان ته د لېږل شوو ...
Read More »د خبريالانو ملاتړي بنسټونه: د افغان خبريالانو نيولو او شکنجې اندېښنې زياتې کړي
د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له خبريالانو سره د اوسني چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د خپلسرۍ پرځای بايد له خبريالانو سره هر ډول چلند د قانون په چوکاټ کې ترسره شي. دې اتحاديې نن يکشنبه ...
Read More »د افغانستان بانک: اروپايي ټولنه په بانکي سکټور کې همکاريو ته لېواله ده
د افغانستان بانک پرون يکشنبه د (وري په ۲۸مه) د يو خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د ياد بانک مسوولانو د اروپايي ټولنې له استازو سره د متقابلو همکاريو د رامنځته کولو په موخه ليدنه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار لطفالله نور ...
Read More »پاپ فرانسيس؛ د ايسټر په مراسمو کې افغانانو ته د سولې او پخلاينې دوعا کړې
د نړۍ د کاتوليکانو رهبر پاپ فرانسيس پرون يکشنبه د (وري په ۱۷مه) د اېټاليې په روم کې، د ايسټر په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د وينا پرمهال د افغانستان بشري ناورين يادونه کړې ده. نوموړي ويلي، چې له خدای ج څخه د ميانمار ترڅنګ د افغانستان لپاره هم ...
Read More »ملګري ملتونه: جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود افغان ښځې او ماشومان اغيزمن کړي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي ناورين له امله ښځې او ماشومان سخت اغېزمن شوي دي. د يونيسف د نړيوالو اړيکو او ملاتړ مشرې پالوما اسکوډيرو پرون يکشنبه د (وري په ۲۸مه) په يو لړ ټوېټونو کې ...
Read More »پاکستان: له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه همغږي لري
وروسته له هغې چې پاکستان پر خوست او کونړ هوايي بريدونه وکړل، ورسره سم نن يکشنبه د (وري په ۲۸مه) د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه همغږي لري. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند عاصم ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس