Home » افغانستان (page 141)

افغانستان

يونيسف: د افغانستان په وروستيو امنيتي پېښو کې ۵۰ تنه ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صنديا يا يونيسف خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د وروستيو امنيتي پېښو د قربانيانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي. د يونيسف سيمه‌ييز مسوول جورج لايا ادجي نن يک‌شنبه د (غويي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادو پېښو په ...

Read More »

حنفي: هېوادونه دې د امنيت خرابوونکو عناصرو فعاليت ته اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې وروستيو امنيتي پېښو ته په پام سره د اسلامي امارت چارواکو يو وار بيا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به په هېڅ صورت د نړۍ او يادو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي. د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي نن يک‌شنبه د (غوي په ۴مه) د ...

Read More »

پر خوست د پاکستان هوايي بريد له امله بنو کې پرلت دوام لري

د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې د شمالي وزيرستان د مداخېلو قبيلې پرلت نن د ۷مې ورځې لپاره هم دوام لري او د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په خوست کې د هوايي بريد له امله دې وژل شوو وزيرستاني کډوالو ته انصاف ورکړي. پرلت کوونکي ټينګار کوي ...

Read More »

چارواکي: له لانجې وروسته د ايران او افغانستان ترمنځ پوله کې وضعيت عادي شوی

په هرات کې له هغې وروسته د افغانستان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ لانجه راپورته شوه، چې د افغان ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د ایراني ځواکونو اړوند يو موټر ونيو. په دې اړه خواله رسنيو کې لاس په لاس کېدونکې وېډيو ښيي، چې د ايران يو نظامي ...

Read More »

برمته شوی عبدالروف له ژغورل کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

په بلخ کې د عبدالرووف په نامه د انسان تښوونکو له لوري برمته شوی ماشوم، د امنيتي ځواکونو د هڅو په ترڅ کې پيدا او له ژغورل کېدو وروسته نن شنبه د (غويي په ۳مه) خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه خپل ټوېټر کې ...

Read More »

توماس ويسټ: طالبان دې د افغانانو لېوالتيا ته په پام د نجونو ښوونځي پرانېزي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د مخکېني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا له رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې پر وروستيو خونړيو بريدونو او د نجونو پر ښوونځيو خبرې کړي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، له عبدالله عبدالله سره يې ...

Read More »

حسن اخند؛ واک ته د شهباز شريف په رسيدو سره د اړيکو پراختيا ته هيله ښودلې

په پاکستان کې له سياسي بدلون وروسته د افغانستان سرپرست حکومت په لومړي ځل غبرګون څرګند کړی او د دغه هېواد لومړي وزير په توګه يې د شهباز شريف ټاکل کېدل ارزښتمند بللي. رئيس‌الوزرا محمد حسن اخند په دې اړه پرون جمعه د (غويي په ۲مه) خپره کړې اعلاميه کې ...

Read More »

برېتانيا: د طالبانو پر وړاندې د هېڅ وسله‌وال مخالفت ملاتړ نه کوو

له امريکا وروسته دا ځل برېتانيې هم ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نوي حکومت پر وړاندې، د هېڅ کوم وسله‌وال مخالفت او يا هم ډلې ملاتړ ونه کړي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د برېتانيې سفير هيوګو شارټر د افغانستان بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي ...

Read More »

کندوز کې چاودنې ۷۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بلخ کې پر جومات له چاودنې وروسته کندوز هم پرون جمعه د (غويي په ۲مه) د ورته پېښې شاهد و. مسوولان وايي چې د نوموړي ولايت په امام صېب ولسوالۍ کې پر يوه جومات د چاودنې له امله سلګونه عامو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د رسمي شمېرو له ...

Read More »

په مراز شريف کې پر جومات شوې چاودنې له امله ۷۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې

په کابل کې پر عبدالرحيم شهيد ښوونځي د غبرګو چاودنو په دويمه ورځ، نن پنج‌شنبه د (غويي په لومړۍ) په بلخ کې پر يوه پخواني جومات چاودنه شوې ده. ولايتي چارواکو هم د پېښې په تائيدولو سره ويلي، پر سه دکان جومات دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ ...

Read More »